ولسمشراشرف غني په افغانستان کې د ایټالیا د ایمرجنسي روغتونونو د خدمتونو د پراخېدو غوښتنه وکړه او د دې روغتونونو مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې دولت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
ولسمشراشرف غني تېر ماښام کابل کې د ایټالیا د ایمرجنسي روغتونونو له استازیو سره په ارګ کې وکتل.
د ایمرجنسي روغتونونو استازیو دی جان پانیک او ایمانویل نانیني وویل چې دوی غواړي په لنډ راتلونکې کې پنجشنیر کې یو شل بستریز روغتون پرانېزي.
د ایټالیا په مرسته په افغانستان کې د ایمرجنسي ۴۶ روغتیایي کلنینکونه او دوه روغتونونه، یو په کابل او بل په لښکرګاه کې فعاله دي.
په دغو روغتیایي مرکزونو کې زر افغانان او ۵۰ بهرنیان کار کوي.