د هلمند د ناوې ولسوالۍ قومي مشرانو اعلان کړی دی چې دوی به له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ناوې ولسوالي قومي مشرانو د هلمند له والي حیات الله حیات سره په لښکرګاه کې پرون وکتل او له والي څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دوی په ولسوالۍ کې د دولت مخالفه وسلهوالو پرضد عملیات پیل شي.
د هلمند والي د ناوې مشرانو ته ډاډ ورکړ چې روان تصفیوي عملیات به تر ناوې پورې هم ورسېږي.
د ناوې ولسوالۍ شاوخوا ډېرې لارې طالبانو بندې کړي دي.