د افغانستان د عدليې وزير وايي چې په ۲۴ ولايتونو کې د کوچنيانو د تربيې او سمون مرکزونه ساختمان نه لري.
هغه کوچنيان چې په جرمونو تورن وي، په دغو مرکزونو کې ساتل کېږي.
عبدالبصیر انور همد اراز د دغو مرکزونو د امنیت د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د اجرائيه ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د عدليې وزير د کوچنيانو د سمون او تربيې د مرکزونو ستونزې نن په غونډه کې يادې کړې چې پکي اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو حکومتي چارواکو هم ګډون درلود.
ښاغلي عبدالله له عدليې وزارته وغوښتل چې د کوچنیانو د سمون او تربيې د مرکزونو ساختمان نشتوالي ته د دايمي حل لپاره د ښارجوړونې له وزارت سره په هماهنګۍ يوه طرحه جوړه کړي.