د عراق شیعه ملېشې وايي موصل کې داعش ډله محاصره کړې

د ايران په ملاتړ د عراق شيعه ملېشو جنګيالي وايي، په موصل کې يې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې جنګيالي په بشپړه توګه محاصره کړل.

د حکومت پلوه شيعه ملېشو ډلو ويلي، د موصل لوېدیځ لور ته د دوی د پرمختګ له کبله دوی له کرد پېشمرګه جنګيالیو له پوستو سره یو ځای شول.

پېشمرګه، حکومتي ځواکونه او د سني عربو قبايلو اييتلاف د موصل په شمال او جنوب کې پوستې لري او حکومتي ځواکونه په کراره د ښار ختيځو ولسوالیو ته پرمختګ کوي.

په همدې حال کې د عراق پوځ ويلي، د امریکا په مشرۍ د اييتلاف هوايي حملو نن سهار په موصل کې دننه څلورم پل له کاره وغورځاوه.

له دې سره داعش جنګيالي يوازي یوه لاره لري چې د ښار د دوو لويو خواوو تر منځ د کارولو اړین توکي انتقال کړي.