اردوغان: د اروپايي پارلمان انتخابات ارزښت نه لري

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يوه ورځ مخکې له هغه پر اروپايي اتحاديه انتقاد کړی دی چې اروپايي پارلمان به رايې ورکوي چې ايا له انقرې سره د اروپايي اتحاديې د غړيتوب خبرې ودروي او که څنګه.

نن په استانبول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په کنفرانس کې د خبرو پر مهال اردوغان وويل:

"اروپايي پارلمان به له ترکيې سره د مذاکراتو په اړه رايې ورکوي، زه غواړم ووايم، د رايو نتیجه که هر څه وي، دا انتخابات ورته هيڅ ارزښت نه لري."

ده وويل چې اروپايي اتحاديې هېوادونو له ترکیې سره کړې يوه ژمنه هم نه ده پوره کړې او ترکیې بيا بيا روښانه کړې ده چې موږ تر ډېرو اروپايي اتحاديې هېوادونو د اروپايي ارزښتونو درناوی کوو خو موږ له لوېديځ ملګرو هېوادونو هيڅ جدي ملاتړ ونه لید.

د اروپايي پارلمان مخکښو غړو پرون وويل چې له ترکيې سره د غړيتوب خبرې به ځکه په عکس العمل کې بندې شي چې اردوغان د جولای مياشتې له ناکامې کودتا وروسته خپل سياسي مخالفان ځپل پیل کړي دي.