ډیمسټورا: سوري پوځ حلب کې نوي پوځي عملیات پیلوي

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي خبرداری ورکوي چې حکومتي ځواکونه به په حلب ښار کې د وسله والو د مقاومت د ماتولو لپاره نوي پوځي عملیات پیل کړي.

ستیفن ډیمسټورا وايي، د سوريې حکومت غواړي له دې نه مخکې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، په حلب کې روان مقاومت وځپي.

دیمستورا پرون د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه په سوریه او په ځانګړي ډول په حلب ښار کې د روانو هوايي بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

یو شمېر لوېدیځ ډیپلوماټان وايي، د سوريې ولسمشر بشار اسد ښايې د ډونالډ ټرمپ دې ژمنې ته په پام سره چې دی به له روسيې سره نږدې اړیکې جوړې کړي، وهڅېږي چې د حلب ښار جګړه وګټي.

د سوريې د حلب ښار د دې هېواد د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د تر ټولو سختو نښتو شاهد دی او دا مهال په کې شاوخوا ۲۷۵۰۰۰ کسان کلابند پاتې دي.