د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په باقرالعلوم جماعت کې د انتحاري حملې په تړاو د شپږمې امنیتي حوزې د دوو نورو افسرانو دندې هم وځنډولې.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د دغو افسرانو د دندو په ځنډولو سره یو پلاوی هم ګمارل شوی ترڅو په دې برخه کې څېړنه وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ هم د کابل د شپږمې امنیتي حوزې د امر په ګډون د څلورو افسرانو دندې ځنډولې وې.
دغه اقدام وروسته له هغه کېږي چې د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د باقرالعلوم په جمعاعت کې یوې انتحارې حملې نږدې ۳۰ کسان ووژل او نږدې ۹۰ تنه نور یې ټپیان کړل.