م.م: روسیه او امریکا دي د اټمي وسلو مذاکرات بېرته پيل کړي

ملګرو ملتو نو له روسيې او امریکا وغوښتل چې د خپلو اټمي وسلو د محدودلو په اړه مذاکرات بېرته پيل کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون په نیويارک پوهنتون کې د وينا پر مهال دا څرګندونې وکړې.

څېړونکي وايي، د دواړو هېوادونو خپل منځي ترینګلو اړيکو ته په کتو دا خبره ښايي احتمال ونه لري چې واشنګټن او مسکو د خپلو اټمي وسلو د کمولو په اړه خبرې وکړي.

ده وويل:

"روسیه او امریکا چې د نړۍ تر ټولو ستر اټمي امکانات لري، زما په فکر د نړۍ پنځه نيوي فيصده اعلان شوي اټمي وسلې په دغو دوو هېوادونو کې ځای پر ځای دي، بايد د هر ډول اټمي وسلو د کمولو په اړه جدي خبرې وکړي."

د نوي پيل په نوم موافقه دواړه هېوادونه اړباسي چې خپل ځای پر ځای کړي اټمي وسلې ۱،۵۵۰ ته راکمې کړي او همداراز هغه ستراتيژيک موټر او لانچرونه چې وسلې وړي او که ځای پر ځای شوي دي که نه دي ځای پر ځای شوي، بايد د ۲۰۱۸میلادي کال پوري کم شي.

د امریکا اټمي وسلې تر دې اندازې کمې دي خو د امریکا دفاعي متخصصين اندېښنه څرګندوي چې روسيه دې موافقې ته ژمنه نه ښکاري.