پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان لور ته په کشمېر کې د هند تر ولکې لاندې کشمېره د ويشتل شويو توپونو له کبله لږ تر لږه نهه ملکيان وژل شوي دي.
د دوی په وينا توپونه په سورلۍ بس کې نښتي دي.
د پېښې پر مهال دغه بس د نيلم درې څخه د مظفراباد خوا ته روان وو.
پاکستاني چارواکي وايي، د توپونو په دې حمله کې لږ تر لږه يوولس کسان ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې ځواکونو يې نن په ځوابي ډزو کې په سيمه کې د هندوستان پوځي پوستې په نښه کړي دي.
د هندوستان د پوځ يوه وياند ويلي، د هندوستان پر پوځي پوستو ډزې لومړی د پاکستان پوځ پيل کړې.
په دې وروستيو کې پاکستان او هندوستان د دواړو هېوادونو تر منځ پر سرحد ډزې تبادله کړي دي.
وروسته له هغه چې سخت دريځو په سپتمبر مياشت کې په کشمېر کې د هندوستان پر يوه پوځي اډه وسله وال برید وکړ.
هندوستان تور پوري کړ چې دا حمله د پاکستان په ملاتړ شوې وه خو اسلام اباد دا خبرې ردوي.