د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت خبرداری ورکوي، که له مخدره موادو سره جدي مبارزه ونهشي په راتلونکي کال کې به د روږدو کسانو شمېره ۵ میلیونو ته ورسېږي.
د دغه وزارت اداري مرستیال سید فیصل حسیني نن په کابل کې یوې ناستې ته په وینا کې په دې اړه وویل:
"تېر کال موږ له درې میلیونو ډېر روږدي کسان نهدرلودل، خو که جدي مبارزه ونهشي دا شمېر به راتلونکي کال کې پنځو میلیونو ته ورسېږي."
نوموړي وویل چې دا مهال افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېره درېیو میلیونونو ته رسېږي.
د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ټينګار کوي چې له مخدره موادو سره باید ګډه مبارزه وشي.