میدان وردګ چارواکي: خپل‎سرو وسله‎والو مخه دې ونیول شي

د میدان وردګو د ولایتي شورا یو شمېر غړي له مرکزي حکومته غواړي چې د دغه ولایت په بهسودو او جلرېز ولسوالیو کې د خپل‎سرو وسله‎والو مخه ونیسي.

د ولایتي شورا مرستیال شریف‌الله هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو وسله‎والو دا مهال په سيمه کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي وویل چې دغه وسله‎وال چې شمېر یې له دوه نیم سوه تر درې سوه پورې رسېږي د بهسودو او جلرېز ولسوالیو په ځينو برخو کې فعالیت لري.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه کسان چې غیر قانوني فعالیت ولري، په هر ځای کې چې وي پر وړاندې به‌یې اقدام وشي.