په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یا یوناما د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د معرفي کېدو هرکلی وکړ.
یوناما پرون سې شنبه وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمېسیون د غړو معرفي په افغانستان کې پر ټاکنیزو بهیرونو د خلکو د باور زیاتولو لپاره یو ستر او مهم ګام دی.
د ټاکنیزو کمېسیونونو ۱۲ کمېشنرانو پرون د خدمت لوړه وکړه.
د دې کمېسیونونو یوه نوي معرفي شوي غړي رفیعالله بېدار ازادي راډیو ته وویل چې د داسې انتخاباتي سیسټم پر جوړولو به کار کوي چې په راتلونکي وخت کې د ټاکنیزو بهیرونو شفافیت تضمین کړي.