د کندز په "بُز کندهاري" سیمه کې د وژل شویو کسانو د کورنیو یو شمېر غړو پرون سې شنبه له ولسمشر محمد اشرف غني سره پر خپلو ستونزو خبرې وکړې.
په دې سیمه کې لنډه موده مخکې په هوايي حمله کې یو شمېر ملکي کسان ووژل او زخمیان شول.
د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو غړو له ولسمشره غوښتنه کړې چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو امنیت ته پر پاملرنه ټینګار زیات کړی او امنیتي ځواکونو ته د ښه دقت سپارښتنه وکړي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني له دې خلکو مننه کړې چې خپلې اندېښنې او نظرونهيې ورسره شریک کړي دي.