عثماني: غور کې ماشومان له جدي ستونزو سره مخ دي

په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر او د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کوچنیانو د ستونزو او هغوی ته د ښه ژوند د امکاناتو د کموالي له امله شدیده اندېښنه څرګنده کړه.

د غور د کار او ټولنیزو چارو رئیس ګل احمد عثماني پرون سې شنبه په غور کې د ماشومانو د ورځې د لمانځنې په غونډه کې وویل:

"په خواشینۍ وایم چې په غور کې تر ۵۰ فیصدو زیات کوچنیان مجبور دي چې شاقه کارونه وکړي."

هغه زیاته کړه چې په غور کې صحي او تعلیمي امکانات کم دي او په ښوونځيو کې د کتابونو او نورو درسي موادو اندازه هم محدوده ده.