د ترکيې حکومت لږ تر لږه ۱۵ زره دولتي مأمورین په دې هېواد کې له ناکامې کودتا سره د تړاو په تور له دندو لیرې کړل.
په دې کسانو کې پولیس، د پوځ افسران او د ملکي ادارو مأمورین شامل دي.
د ترکیې حکومت همداراز د بشري حقونو د ملاتړ ۳۷۵ ادارې بندې کړې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان کې د اروپا د چارو مسؤل جان دال هویسن "John Dalhuisen " پرون سې شنبه وویل چې د ترکیې حکومت د ټولو اعتراضکوونکو د غږ غلي کولو سیستماټیکې هڅې پیل کړې او لږ تر لږه ۴۰۰ غیر دولتي سازمانونهیې تړلي دي.
د دال هویسن په وینا، دا هغه ادارې دي چې په ترکیه کې یې د بشري حقونو د ملاتړ، د شکنجې پر ضد او له کډوالو سره د مرستې لپاره کار کړی دی.