په فراه کې د تښتوونکو له منګولو د خوشې شوي ماشوم نوید درملنه به د ولسمشر اشرف غني د ډاکټر لهخوا وشي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال نن ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر اشرف غني د نويد له کورنۍ سره په ارګ کې د لیدو پر مهال ژمنه وکړه چې د دغه ماشوم د درملنې لپاره به پوره کوښښ وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان ولسمشر د چارو ادارې ته چې په رأس کې یې د ولسمشر د دفتر رئیس دی، دنده سپارلې ده چې د نوید د درملنې لپاره ټول امکانات په کار واچوي، همدارنګه د پېښې عاملین د قانون په چوکاټ کې مجازات کېږي."
نوید له څلوېښت ورځو وروسته تېره اوونۍ د افغان ځواکونو له لوري د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.