ټرمپ وايي د پاسیفیک دوو غاړو تر منځ تجارتي تړون فسخه کوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل کار د پیل په لومړۍ ورځ به د پاسیفیک د دوو غاړو تر منځ لانجمن تجارتي تړون فسخه کړي.

ښاغلي ټرمپ دا ژمنه په هغه وېډیويي پیغام کې کړې چې له لوړې وروسته د ده د کار د پیل د سلو ورځو د پلان په اړه پرون خپره شوه.

د پاسیفیک د همکارۍ ټولنې د غړو تر منځ د تجارتي تړون د تصویب لپاره چې د پاسیفیک د دواړو غاړو د ۱۲ هېوادونو تر منځ ګمرکي تعرفې کموي، خنډونه له‌منځه وړي او ځیني نور اقدامات کوي ولسمشر بارک اوباما ډېره هڅه وکړه خو دا تړون د انتخاباتي کمپاین پر مهال وروسته له هغه لانجمن شو چې ټرمپ پر خپلې ډموکراتیکې سیالې هېلري کلېنټن د دې تړون د ملاتړ له کبله انتقادونه وکړل.

د امریکا په ګڼ شمېر هغو صنعتي ایالتونو کې د ټرمپ د دې پیغام هرکلی وشو چې بې‌کاري په‌کې زیاته ده او د دې بې‌کارۍ پړه هم د شمالي امریکا د ازاد تجارت پر موافقه اچول شوې ده.