په امریکا کې په ټینیسي ایالت کې د یوه بس د اوښتو په پېښه کې شپږ ماشومان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د بېړنیو مرستو د ادارې چارواکي وايي، دا بس چې ټول ۳۵ ماشومان پهکې سپاره و، له اوښتو وروسته له یوې ونې سره ولګېد.
د چاتانوګا «Chattanooga» سیمې د اطفائیې امر فرید فلیتچر «Fred Fletcher» وویل چې ۲۳ ماشومان په روغتون کې تر علاج لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په دې اړه تحقیقات روان دي چې ایا ډرېور له ټاکلې اندازې زیات چټک روان و او که پېښه کوم بل علت لري.