ارګ: د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران نن معرفي کېږي

جمهوري ریاست وایي، نن به د انتخاباتي کمېسیونونو نوي کمېشنران معرفي کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان د ولسمشر له لوري ټاکل شوي او نن به لوړه وکړي.

ولسمشر اشرف غني د ۳۶ کسانو له ډلې ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه نور د شکایتونو کمېسیون لپاره ټاکلي دي.

تر اوسه پورې د نویو کمېشنرانو نومونه نه‎دي اعلان شوي.