د نورستان دواب ولسوالۍ کې بیا جګړې زور اخیستی

د نورستان دواب ولسوالۍ کې تر یوې لنډې کرارۍ وروسته نن سهار یو ځل بیا جګړې زور اخیستی دی.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډيو ته وویل چې د دواب جګړې ته له شاوخوا ولایتونو څخه وسله‎وال ورغلي دي.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وایي چې تازه دمي ځواکونه د وسله‎والو د حملې د شنډولو لپاره ورسېدلي دي.

د نورستان امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع له دې مخکې ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ وسله‎والو پر دې ولسوالۍ حمله کړې ده.

د جګړې له امله د اوښتو تلفاتو دقیق ارقام تر اوسه نه‌شته خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کوي چې افغان ځواکونو ته‌یې درانه تلفات اړولي او دوه پوستې یې هم نیولي دي.