د افغانستان دولتي خبري اژانس"باختر" وايي، په بغلان کې دوه پوځیان له وسلهوالو طالبانو سره د ارتباط په تور نیول شوي دي.
باختر اژانس د بغلان امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي مسؤل ذبیحالله شاه جويي په حواله ویلي چې دا کسان د لوګر دي او په ډنډغوري ولسوالۍ کې یې دنده ترسره کوله.
شاه جويي ویلي چې دواړو په خپل جرم اعتراف کړی دی.