د امریکا متحده ایالاتو په کابل کې د شیعهګانو پر جومات حمله په شدت وغندله.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نید پرایس پرون دوشنبه په یوه خبره پاڼه کې وویل چې داسې بزدلانه حملې په افغانستان کې د فرقهیي تشدد رامنځته کولو لپاره کېږي.
په کابل کې د دې حملې مسؤلیت د داعش په نوم وسلهوالې ډلې اخیستی دی.
پر "باقرالعلوم" جومات په دې حمله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي وژل او ۸۰تنه زخمیان شوي.