د روسیې له ورزشکارې یولیا ایفیمووا مډال بیرته واخیستل شو

د روسیې له ورزشکارې یولیا ایفیمووا د سرو زرو هغه مډال بېرته واخیستل شو چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې يې د لندن د المپیک په مسابقو کې ګتلی و.

دا مډال هغې ته د ښځو د ۳۰۰ متره صحرايي اس ځغلولو په مسابقه کې ورکړل شوی و.

د المپيک نړیوالې کمېټې پرون دوشنبه وویل چې ۳۰ کلنه ایفیمووا په هغو ۱۲ ورزشکارانو کې ده چې د [ډوپنګ] له امله‌یې مډال بیرته ورڅخه اخیستل شوی دی.

په‎ دې ورزشکارانو کې دوه تنه د برونز مډال ګټونکي روسان او د ګرجستان، قزاقستان او اوکراین یو–یو ورزشکار شامل دي.

المپیک نړیواله کمېټه اوس‌مهال د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ میلادي کال د المپیک مسابقو د لږ تر لږه زر ورزشکارانو د وینې نمونه څېړي او غواړي څرګنده کړي چې څومره کسانو له داسې درملو چې منع دی، کار اخیستی دی.