د ملګرو ملتونو د بشري چارو مسؤل سټیفن اوبراین وايي، په سوریه کې لږ تر لږه یو میلیون وګړي تر محاصرې لاندې دي.
سټیفن اوبراین پرون دوشنبه د دغه سازمان امنیت شورا ته څرګنده کړه چې سږ کال په سوریه کې تر محاصرې لاندې خلکو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړه چې په زیاتو مواردو کې د سوریې رژیم خلک محاصره کړي دي.
اوبراین د بشارالاسد پر رژیم په شدت نیوکه وکړه او ويېویل چې پر ملکي خلکو بمبارۍ کېږي، قحطۍ ځپلي، دوا یا صحي خدمات نهلري. پر دې خلکو فشار راوستل کېږي چې له خپلو سیمو وتښتي یا تسلیم شي.