د نورستان په دواب ولسوالۍ کې جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده.
راپورونه وايي، بېګا په دې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ شدیدې نښتې روانې وې.
د نورستان امنیه قوماندان جنرال اکرامالدین سریع ازادي راډیو ته وویل چې ۵۰۰ وسلهوالو پر دې ولسوالۍ حمله کړې ده.
تر دې وړاندې، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته ویلي و چې د جګړې سیمه د دواب ولسوالۍ له مرکزه لیرې ده.