افغان حکومت وايي له ۳۰ وسله‎والو ډلو سره جګړه کې ښکېل دی

د افغانستان حکومت وايي، امنیتي ځواکونه له ۳۰ افراطي وسله‎والو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر یوه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو په جبهوي جنګ کې ماته خوړلې او له دې امله پر سپېڅلو، مذهبي ځایونو حملې کوي.

شاه حسین مرتضوي زیاته کړه:

"موږ له افراطي ډلو سره چې شمېر یې ۳۰ ته رسېږي، په بېلابېلو سیمو کې په جګړه کې ښکېل یو. ټول افغانان د دې ډلو پر اصلیت ښه پوهېږي. امنیتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې دې ډلو ته ماتې ورکړې ده."

شاه‎حسین مرتضوي په کابل کې د شیعه‎ګانو پر جومات پرونۍ حملې ته په اشاره وویل، وسله‎والې حملې د افغانانو تر منځ نفاق نه‎شي اچولای.