د فرانسې پولیسو په سټراسبورګ او مارسي ښارونو کې اووه تنه د ترورېستي حملو د پلان په تور نیولي چې یو پهکې افغان دی.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې دې کسانو څو میاشتې مخکې د حملو پر پلان کار پیل کړی وو.
د نیول شویو کسانو په اړه نور جزئیات نهدي خپاره شوي خو ویل شوي چې پنځه فرانسویان او یو تن د مراکش وګړی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي ویلي چې په مارسي او سټراسبورګ ښارونو کې د دې مشکوکو کسانو د نیولو لپاره عملیات دوه ورځې روان وو.
نیول شوي کسان د ۲۹ او ۳۷ کلونو تر منځ عمر لري.
برنارد کازانووي پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل:
"د ترورېزم ضد عملیات د شنبې او یکشنبې په ورځو په مارسي او سټراسبورګ ښارونو کې د استخباراتي خدمتونو ادارې په مشرۍ او د قضايي او عدلي ادارو په هماهنګۍ ترسره شوي دي. د دې په پایله کې اووه تنه مشکوک کسان چې د ۲۹ او ۳۷ کلونو تر منځ عمر لري، نیول شوي دي. هغوی د فرانسې، مراکش او افغانستان خلک دي."
په فرانسه کې سږ کال ۴۱۸ تنه د ترورېستي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
اروپا کې د ترورېستي حملو له زیاتېدو سره هېوادونو د ترورېزم پر ضد مبارزه چټکه کړې ده.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووي ویلي چې د دې کسانو دسیسهیې په ښه وخت کې شنډه کړې ده.
برنارد کازانووي زیاتوي:
"د استخباراتو ادارې هڅو د هغې ترورېستي حملې مخنیوی وکړ چې زموږ د هېواد پر ضد پلان شوې وه او دا حمله شنډه شوې ده."
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دا نهدي ویلي چې د مارسي او سټراسبورګ ښار پر کومو سیمو د حملې پلان جوړ شوی و.
په فرانسه کې فوقالعاده امنیتي تدابیر اعلان شوي او د مشکوکو کسانو د موندلو یا نیولو لپارهیې صلاحیتونه هم زیات شوي دي.
مشکوکو وسلهوالو کسانو تېر کال په نوومبر کې وسلهوالې حملې وکړې چې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه پهکې ووژل شوو.
سږ کال هم د یوه باروړونکي موټر چلوونکي د فرانسې په نیس ښار کې پر خلکو موټر ورروان کړ چې ۸۷ تنهیې په دې پېښه کې ووژل او لږ تر لږه ۴۳۵ تنه زخمیان شول.