د امریکا منتخب مرستیال ولسمشر مایک پینس تائید کړې ده چې د ټرمپ په راتلونکې اداره کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د نورو کاندیدانو تر څنګ د جمهوري ریاست د پخواني کاندید میټ رامني پر ټاکل کېدو هم غور روان دی.
مایک پینس وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې پرون منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د میټ رامني سره وکتل.
د ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال ټرمپ او رامني پر یو بل سخت انتقادونه کړي وو.
میټ رامني ډونالډ ټرمپ یو تقلبي سړی بللی و او له جمهوري غوښتونکو یې غوښتي وو چې نوموړي ته دې رأیې نهورکوي.
ټرمپ بیا میټ رامني بایلونکی او ناکام کاندید بللی و.
میټ رامني په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر بارک اوباما په وړاندې ماتې وخوړه.
ویل کېږي چې نوموړي د بهرنیو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره تمایل ښودلی دی.