سوریې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو وړاندیز رد کړ

د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو هغه وړاندیز رد کړی چې وايي، په حلب ښار کې دې د امنیت د ټینګښت لپاره د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې ته خپلواکي ورکړل شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وحید المعلم د یکشنبې په ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا سره تر کتنې وروسته، په دمشق کې وویل:

"د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د حلب ښار په ختیځ کې د یاغیانو د یوې خپلواکې ادارې په اړه وویل، موږ ورته وویل چې دا موږ ته په بشپړه توګه د نه‌منلو او زموږ د ملي حاکمیت څخه سرغړاوی دی."

د سوریې لپاره د نړیوال روغتیايي سازمان مشرې ایلیزابت هاپ د شنبې په ورځ وویل، د حلب پر ښار په تېرو ورځو کې پرله‌پسې هوايي بمبارۍ او د توپونو ډزې د دې سبب شوي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې ټول روغتیايي تأسیسات وتړل شي.

فعالان وايي، د درې اوونۍ مهلت وروسته چې د سوریې حکومت د نومبر له پنځلسمې نېټې په حلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه بیا تر هوايي بریدونو لاندې نیولې ده، تر اوسه دغلته ۱۰۳ کسان وژل شوي دي.

۱۳ تنه هم د حلب په هغه سیمه کې وژل شوي چې د سوریې د حکومت تر ولکې لاندې ده.