لغمان چارواکي: د طالبانو مشهور سرګروپ "مجید زرقاوي" وژل شوی

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو مشهور سرګروپ مجيد زرقاوي په ګډون دوه تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه ولایت ویاند سرحدي ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‎وال د افغان امنيتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ په جګړه کې وژل شوي دي.

ښاغلی ځواک وایي، زرقاوي هغه څوک و چې الیشنګ ولسوالۍ ته پر غځېدلي عمومي سړک‌يې وخت ناوخته د تلاشۍ پاټکونه جوړول.

خو وسله‎والو طالبانو په ‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.