عبدالله د حکومت او ولسي جرګې تر منځ د تقابل خبره رد کړه

د افغانستان اجرائیه رئیس د ولسي جرګې او افغان حکومت تر منځ د تقابل خبره ردوي.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د نن ورځې په پرانیستونکې وینا کې هیله څرګنده کړه چې د سترې محکمې په پرېکړې سره به رامنځته شوي مسایل حل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله‌من یو چې ان‌شاءالله د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړې په اړه د سترې محکمې تصمیم سره وروستۍ ستونزه او راپورته شوي پوښتنې ځواب شي."

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ ولسي جرګې ۱۶ هغه وزیران استیضاح کړل چې له اویا سلنې کمه بودجه‌یې مصرف کړې وه.

له یادو وزیرانو څخه ۷ یې سلب صلاحیت شول.

افغان ولسمشر د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت موضوع د تفسیر لپاره سترې محکمې ته لېږلې، خو تر اوسه سترې محکمې پرې کومه پرېکړه نه‌ده کړې.