رادمنش: د شفق پوځي عملیاتو دوهم پړاو نن پیل شو

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله‌والو مخالفانو د ځپلو په هدف د شفق پوځي عملیاتو دوهم پړاو نن پیل شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د شفق عملیاتو د لومړي پړاو پای ته رسېدو سره د دغو پوځي عملیاتو دوهم پړاو نن پیل شوی دی، موږ دا یو ښه پیل ګڼو او په دغو عملیاتو کې به د وسله‌والو مخالفانو پټنځایونه په نښه شي."

نوموړي وویل چې دغه عملیات په ننګرهار، کندز، فاریاب، بدخشان، لغمان، ارزګان، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره کېږي.