خوګیاڼی: ننګرهار کې ۲ داعش او ۳ طالب وسله‌وال وژل شوي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې دوه داعش وسله‌وال چې د پاکستان اوسېدونکي دي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی ازادي راډیو ته وایي چې یاد وسله‌وال تېره شپه د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

خوګیاڼي همدارنګه زیاته کړه چې د یاد ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ترکو سیمه کې بیا د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال درې وسله‌وال طالبان هم وژل شوي دي.

تر دا مهاله یادو وسله‌والو ډلو په دې اړه څه نه‎‌دي ویلي.