انګېلا مېرکل غواړي ځان د څلورمې دورې لپاره هم کاندید کړي

انګېلا مېرکل وايي، غواړي ځان د څلورمې دورې لپاره هم د جرمني صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره کاندید کړي.

مېرمن مېرکل نن په یوې خبري غونډه کې هغه راپورونه تائید کړل چې غواړي د راتلونکي کال د مني په عمومي انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

۶۲ کلنې مېرکل وویل، غواړي په روانو سختو او بدلېدونکو حالاتو کې جرمني ته خدمت وکړي.

که څه هم په نظرپوښتنو کې د انګېلا مېرکل په محبوبیت کې کموالی راغلی خو هغه لاهم د خلکو د تائید وړ ده.

د مېرکل مسیحي ډموکراټ ګوند تېر کال د جرمني په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې کمې رأیې وګټلې او د جرمني د بدیل په نوم د مهاجرو مخالف ګوند د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ، ځکه د کډوالو لپاره د نوموړي د پرانیستو دروازو پالېسي رأی ورکوونکي سخت په غوسه کړل.

انګېلا مېرکل چې د پخوانۍ ختیځې جرمني په کمونېستي هېواد کې اوسېدلې، له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې د جرمني صدراعظمه ده.