د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون په پیرو کې د آسیا- اسفیک د اقتصادي همکاریو د ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره په لنډه کتنه کې د سوریې او اوکراین په اړه خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي چې د دوی لیدنې څلور دقیقې دوام وکړ.
د دې مقام په وینا اوباما له پوتین سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې روسیه د اوکراین په مسئله کې باید د مینسک پر موافقې عمل وکړي.
یاد شوی امریکایي مقام وايي، اوباما همداراز د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو له وزیرانو وغوښتل چې له نورو هېوادونو سره په ګډه پر هغو نوښتونو کار وکړي چې هدفیې په سوریه کې د جګړې او د خلکو د مصیبتونو ختمول دي.