ننګرهار سره رود ولسوالۍ ښوونکي وايي ښارګوټی يې غاصبینو نیولی

د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ ښوونکي وايي، د دوی لپاره ځانګړی قانوني ښارګوټی د ځمکو غاصبینو نیولی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي، د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د اتحادیې غړو د ننګرهار له والي ګلاب منګل سره په کتنه کې وویل، هغه ۳۰۰ جریبه ځمکه چې د ولسمشر د فرمان له مخې په سیاه سنګ سیمه کې ښوونکو ته د ځمکو د نمرو لپاره ورکړل شوې ده، د زورواکو له‎خوا غصب شوې.

په خبرپاڼه کې د چا نوم نه‎دی یاد شوی خو د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د اتحادیې د مشر احسان‌الله نیازي له قوله ویل شوي چې هغه وايي، د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو په ښارګوټې کې ۱۷۸ جریبه ځمکه د منظمې نقشې له مخې ښوونکو ته وېشل شوې خو د پاتې ۱۲۲ جریبه ځمکې زیاته برخه چې د نقشې د نشتوالي له کبله نه‎ده وېشل شوې د غاصبینو له‎خوا غصب شوې او دا کار اوس هم روان دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ننګرهار والي ډاډ ورکړ چې دا ستونزه به د ښارګوټو د اړوند کمېسیون له لارې په جدي ډول تعقیب او حل کړي.