د ايران د اټمي انرژۍ ادارې يوه چارواکي وويل، هېواد يې عمان ته د درنو اوبو ذخيرې انتقال کړي دي.
له دغو اوبو چې ډېر هايډروجن لري، په اټمي ري اکټورونو کې استفاده کېږي.
د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې په هغه راپور کې چې تېره اوونۍ خپور شو راغلي چې د ايران د درنو اوبو ذخيرې د ١٣٠ ټنو تر اندازې چې په اټمي موافقه کې ورته حد ټاکل شوى و، زياتې شوې دي.
هغه موافقه د تهران او د نړۍ د لويو قدرتونو تر منځ لاسليک شوې ده.
د ايراني محصلانو د خبري اژانس ایسنا په حواله، د ايران د اټمي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي ويلي:
"له بهرنيو شرکتونو او هېوادونو سره روانو مذاکرو ته په پام سره چې غواړي زموږ درنې اوبه رانيسي، د ايران د درنو اوبو يوه اندازه عمان ته انتقال شوې ده."
کمالوندي چې پرون دغه څرګندونې کولې د هغو کمپنيو او هېوادونو نومونه په ډاګه نهکړل چې د ايران د درنو اوبو له رانيولو سرهيې لېوالتيا ښوولې ده.
د ايران د اټمي موافقې له مخې په نړيواله کچه د دغو اوبو خرڅول منع شوي نهدي.
د ايسنا اژانس په حواله، ايران تر اوسه د خپلو درنو اوبو ٤٢ ټنه پر امريکا او ٣٩ ټنه پر روسيې خرڅې کړې دي.