مهمند: جشنوارې ځوانان او محصلین ښه پرمختګ ته هڅوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل پوهنتون د محصلانو د ټولنې له‎خوا د محصلینو د نړیوالې ورځې په ویاړ د غوره محصل د ټاکلو په هدف جشنواره جوړه شوې وه. په دغه جشنواره کې چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې پوهنتون کې جوړه شوې وه د نوموړي پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ۱۱غوره محصلانو ته ستاینلیکونه او مېډالونه هم ورکړل شول. د لوړو زده‎کړو وزیره چې تېره اوونۍ د ولسي جرګې له‎خوا سلب صلاحیت شوې هم وه په دغه لمانځ‎غونډه کې دا یو ښه اقدام یاد کړ او ویې ویل چې ورته جشنوارې ځوانان او محصلین دې ته هڅوي چې نور هم ښه پرمختګونه وکړي. نورحال د ابراهیم صافي په دې راپور کې ګورو: