نورستان والي: پر دو اب ولسوالۍ د وسله‌والو حمله په شا تمبول شوې

د نورستان والي وايي، په دو اب ولسوالۍ کې د وسله‌والو حمله په شا تمبول شوې او اوس يوازې پر ځينو پوستو د وسله‌والو ډزې روانې دي.

حافظ عبدالقيوم ازادي راډيو ته وويل چې په سلګونو وسله‌والو نن سهار پر دې ولسوالۍ حمله وکړه.

پر دو اب ولسوالۍ په حمله کې د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.