د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د جلالاباد ښار په يو شمېر مطبعو کې د پیسو په بدل کې جعلي اسناد او کاغذونه جوړېږي.
دوی وايي، تذکرې، د پوهنتون او ښوونځيو تعليمي اسناد او ان د ځمکې قبالې هم که څوک وغواړي په همدې مطبعو کې په اسانۍ جوړولای شي.
څو تنه ښاریان وايي:
"زما نوم فرید دی په جلالاباد ښار کې چې کومې مطبعې جوړې شوي د دوی اکثره مطبعې خلکو ته جعلي اسناد جوړوي زما د سترګو لیدلی حال دی د پوهنتون کدرونهيې جوړ کړي او په هغې کدرونو وظيفې اخیستل شوي دي."
"عبدالجلال یم، دلته چې کومې مطبعې دي، ډېرې پهکې داسې دي چې د پیسو په مقابل کې دوی جعلي اسناد او ان قبالې هم جوړوي زما غوښتنه دا ده چې د دې مخه باید ونیول شي دې سره خو د نورو حق خوړل کېږي."
په ننګرهار کې د خصوصي چاپي مطبعو د اتحاديې مسؤل حبیبالرحمن صافی هم دا ستونزې مني خو هغه مطبعې چې قانوني جواز ونهلري دا ډول کارونو ته زړه ښه کوي.
دی وايي:
"جلالاباد غټ ښار دی مطبعې هم دي کمپوز سنټرونه دي کمېشنکاران ګرځي له خلکو نه کارونه نيسي په یوه ځای بل ځای کې بیا ترسره کوي دا زه نهشم ردولای چې دا کارونه به نهکېږي امکان لري اکثراً هغه مطبعې جواز ونهلري او حکومت ته مالیه نهورکوي."
د ننګرهار دولتي مطبعې مشر شفیقالله املهوال چې د شخصي مطبعو څخه د څار مسؤليت هم په غاړه لري وايي، د غير قانوني کړنو په مقابل کې دوی څو ځلې یو شمېر مطبعې بندې کړي خو نوموړی وايي، هغه مطبعې چې جواز نهلري د زورواکو حمایت ورسره دی.
ښاغلی املهوال زیاتوي:
"تقریباً موږ ۱۶ شخصي مطبعې لرو چې هغوی د اطلاعات او فرهنګ وزارت نه جواز اخیستی او موږ د هغوی څارنه کوو موږ ځينې نورې مطبعې څو وارې بندې کړې کله ولایت نه امر راکړي چې دوه میاشتو کې جواز جوړوو، صبر ورته وکړئ دا څلور-پنځه کاله وشو موږ په دې ونهتوانېدو چې دا مطبعې بندې کړو ځکه کله-کله زورواکان هم راته زنګ ووهي چې دا بېرته خلاصه کړئ خو موږ زورواکانو ته سر نهدی ټيټ کړی."
اوسمهال د جلالاباد ښار کې په لسګونو شخصي مطبعې فعالیت کوي چې د دولتي مطبعې د مسؤلینو په خبره له دې ډلې یوازې ۱۶ مطبعې قانوني جواز لري.
دوی وايي، د دې ستونزو په اړه تل ورته شفاهي شکایتونه رارسېدلي که خلک ورسره همکاري وکړي او اسناد ورسره شریک کړي نو دوی به ورسره قانوني چلند وکړي.
راپور: شاه محمود شینواری