د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى د دغه هېواد پلازمېنې دمشق ته ورسېد.
سټيفن ډېمېستورا په داسې حال کې سوريې ته سفر کوي چې په شمالي ښار حلب کې د دولت لهخوا پوځي عمليات شديد شوي دي.
ډېمېستورا به نن ناوخته د سوريې د بهرنيو چارو له وزير وليدالمعلم سره وګوري.
په همدې حال کې د روغتيا نړيوال سازمان يوې چارواکې اليزابت هاف ويلي، د دولتي ځواکونو لهخوا د هوايي حملو او د توپونو د ډزو له کبله د حلب په هغو سيمو کې چې د ياغيانو په کنټرول کې دي، صحي مرکزونه غير فعال شوي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې په يوه وېډيو کې يو تن په ويجاړ شوي روغتون کې وضعيت بيانوي:
"هغه ناروغان او ټپيان چې په اتاقونو کې وو او له کوڅې څخه ښکارېدل، موږ تر بمبارۍ وروسته د خراب وضعيت له کبله دوى دهلېز ته انتقال کړل. د شديدې حملې له کبله د جراحۍ خونه غير فعاله شوې او د جراحۍ عمليات په ټپه درېدلي دي."
د سوريې فعالان وايي، وروسته له هغې چې تېره سې شنبه د سوريې حکومت تازه حملې پيل کړي، د حلب په ختيځ کې تر سلو زيات ملکيان وژل شوي دي.
راپورونه وايي اووه ماشومان نن د هغه توغندي په چاودنه ووژل شول چې ياغيانو د حلب په لوېديځ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمې باندې وتوغاوه.
حلب له ٢٠١٢م کال راهيسې پر دوو برخو وېشل شوى، پر لوېديځه برخهيې دولتي ځواکونه او پر ختيځه برخهيې ياغيان کنټرول لري.