د فیلپين ولسمشر روسيه د يوه ستر هېواد په توګه وستايله

د فلپين ولسمشر رود ريګو دوتيرتِه (Rodrigo Duterte) د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په خپله لومړۍ کتنه کې روسيه د يوه ستر هېواد په توګه وستايله.

دواړو مشرانو پرون د پيرو په پلازمېنه ليما کې د اسيا پسفيک اقتصادي همکارۍ د سرمشريزې په څنډه کې سره خبرې وکړې.

د فیلپين ولسمشر د لوېديځ پر هغه څه چې ده "سرزوري" او "دوه مخي" وبلله انتقاد وکړ او ويې‌ويل، کله چې د اتحاد خبره راځي، پر امريکا باور نه‎شي کېدلاى.

د روسيې ولسمشر خپل فیلپيني سيال ته د مې مياشتې په انتخاباتو کې د بريا له کبله مبارکي ورکړه او ويې‌ويل، د فیلپين ولسمشر د روسيې او فیلپين تر منځ د باور او اعتمادجوړونې لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

د فیلپين ولسمشر پر امريکا چې له اوږدې مودې يې متحده وه، په شديدو ټکو انتقاد کړى دى.