ننګرهار کې د نشه‎يي او چاودېدونکو توکو په تور ۴ تنه نیول شوي

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وويل، د دوی امنيتي ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې په درې بېلابېلو قضيو کې د بهسود ولسوالۍ اړوند د پلټنې پر مهال څلور تنه د یوه اندازه وسلو، نشه‎يي او چاودېدونکو توکو سره یوځای نیولي چې اوس ترې پلټنې روانې دي.

ښاغلي مشرقيوال زیاته کړه:

"په څلورو بېلابېلو پېښو کې اووه کېلو ګرامه چرس څلور زره د پيکا او ام شانزاده مهمات او په همدې ډول درې تفنګچې او نور چاودېدونکي توکي په درې مختلفو موټرو کې چې ډېر په مهارت سره یې یوځای کړي وو، نيول شوي دي."

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ هم ۱۴ تنه د مختلفو جرمونو په تور نيول شوي وو.