وردګ: افغان ځواکونه د طالبانو هر ډول برید ځوابولای شي

د افغان هوايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، افغان ځواکونه د دې توان لري چې د طالبانو هر ډول برید ځواب ورکړي.

عبدالوهاب وردګ چې پرون شنبه ارزګان ته تللی وايي، د ارزګان سربېره به په هلمند او کندهار کې د افغان هوايي ځواکونو ستونزې وڅېړي او د حل لپاره به‌یې لازم اقدامات وکړي.

ښاغلی وردګ زیاته کړه:

"زما د سفر هدف دا دی چې د ارزګان ولایت هوايي ځواک وګورم او د مسؤلینو ستونزې مشکلاتو څخه ځان خبر کړم چې کومه ستونزه خو به نه‎لري ځکه په ارزګان له تېرو دوو میاشتو راهیسې وسله‎والو مخالفینو زیات حجم راوړی دی، زه د ارزګان ولایت د څلورمې پلې لوا د قوماندان، پیلوټانو او نښه ویشتونکو څخه مننه کوم چې په پوره ایماندارۍ له خپل وطنه ساتنه کوي."

ښاغلی وردګ وايي، که څه هم افغان هوايي ځواکونه له دښمن سره په مقابلې کې مهم رول لوبوي خو لا هم د تجهیزاتو له پلوه له ستونزو سره مخ دي.