هند کې له پټلۍ نه د اورګاډي د وتلو په پایله کې ۹۶ تنه وژل شوي

د هند په اتر پردېش ایالت کې له پټلۍ څخه د یوه اورګاډي د وتلو په نتیجه کې لږ تر لږه ۹۶ تنه وژل شوي او تر ۱٥۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، دا پېښه نن سهار وختي په کانپور ښار کې وشوه.

ژغورونکي له لویو ماشینونو څخه کار اخلي چې د (پټنه اينډور) اېکسپریس رېلګاډي چیت شویو ډبو یا واګونونو ته لار پیدا کړي.

د پوليسو يوه سرمفتش ذکي احمد د هندوستان «ANI» خبري اژانس ته وويل:

"دلته ګڼ امبولانسونه رارسېدلي تر اوسه مو زيات مړي راايستلي دي. ستونزه دا ده چې موږ بايد له يوه چيت شوي واګونه خلک وباسو. بله دا چې ګڼ واګونونه سخت ويجاړ شوي، ګومان کېږي ګڼ انسانان به په‌کې راګېر پاتې وي."

تر اوسه څرګنده نه‎ده څه شی د دې سبب شو چې اورګاډی له پټلۍ ووځي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي ويلي په وروستۍ پېښه کې د مرګ-ژوبلې له کبله دومره خواشينى دى چې په الفاظو يې نه‌شي بيانولاى.