د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي، که ولسي جرګه د ۱۳۹۶ کال بودجه تصویب نهکړي مسؤلیتیې هم همدوی ته ورګرځي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل تر هغې چې سترې محکمې د استیضاح شویو وزیرانو په اړه پرېکړه نهوي کړې دوی به خپل کارته دوام ورکوي.
ښاغلی مرتضوي وايي:
"موږ د استیضاح شویو وزیرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته منتظر یو تر هغې به دغه وزیران خپلو چارو ته دوام ورکوي، د بودجې د رد او تائید صلاحیت پارلمان لري او که دوی چېرته په دې برخه کې عمل نهکوي مسؤلیتیې هم همدوی پورې اړه لري."
یوه ورځ وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو د حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې چې ګواکې د استیضاح شویو وزیرانو مسئلهیې سترې محکمې ته استولې وویل، که حکومت د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پر ځای نور کسان ورمعرفي نهکړي دوی به بودجه تصویب نهکړي.