د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران به ډېر ژر اعلان کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم دقیقه نېټه ونهښوده خو وايي د غوراوي چارې ټولې بشپړې شوې دي.
د ارګ ماڼۍ په داسې حال دا څرګندونې کوي چې وړاندې ځینو مدني فعالانو د دغې پروسې د شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.