چارواکي: طالبانو د نورستان په دو اب ولسوالۍ بریدونه پیل کړي

وسله‌والو طالبانو د نورستان ولایت په دو اب ولسوالۍ تهاجمي بریدونه پیل کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دو اب ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړي چې اوس هم دوام لري.

نوموړی وايي، افغان امنیتي ځواکونه سخت مقاومت کوي او ټولې مرکزي سیمې د دوی په ولکه کې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.