عراقي پوځیان د موصل ښار د بیا نیولو د عملیاتو په جریان کې د اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش جنګیالیو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
عراقي پوځیان د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له هوايي ملاتړه برخمن دي او هڅه کوي چې د موصل ښار په لوري مخته ولاړ شي.
د عراق د خاصو ځواکونو یوه قوماندان جنرال سمیع اریدي پرون ویلي چې د اسلامي دولت په نوم ډلې پوځیان په سنایپرونو، راکټونو او هاوانانو باندې په عراقي پوځیانو حمله کوي.
د اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق دوهم لوی ښار موصل ونیوه.
ملګري ملتونه وايي، د موصل ښار د بیا نیولو د عملیاتو له پیل یعنې له اکټوبر میاشت راهیسې څه باندې ۵۶ زره کسانو خپل کورونه پرېښي دي.