د سوریې د بشري حقونو څار سازمان چې مرکز يې په لندن کې دی وايي، لږ تر لږه ۲۷ کسان د حکومت د هوايي حملو او توپخانې ډزو له امله حلب ښار کې وژل شوي دي.
دوی وايي، دا حملې په هغو سیمو شوي چې د حکومت د مخالفینو لهخوا کنټرولېږي.
دوه ورځې وړاندې د سوریې دولتي ځواکونو په ډزو کې د حلب ښار په ختیځ کې یو روغتون په نښه شو چې پهکې دوه ناروغان ووژل شول.
دا روغتون اوس تړلی دی.
د ۲۰۱۲ کال له نیمايي راهیسې حلب ښار په دوو برخو وېشل شوی دی.
لوېدیځه برخهیې د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده او ختیځهیې د مخالفینو لهخوا اداره کېږي.
د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې دوه نیم لکه کسان محاصره دي.